د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دوه زره او ۶۲۷ تنه افغان مهاجر د وږي په ۵ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۱۲۸۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.