د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵ تنه خوشي شوي افغانان وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د تورخم  له لارې د پاکستان څخه دوږي  په ۳مه ۲۵ تنه خوشې شوي او ردمرز شوي  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د تورخم  د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې يادو کسانو ديوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړې او له خوشې کېدو څخه وروسته د تورخم له لارې رد مرز شوي.
سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د ثبت او راجستر څخه وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.