په يوشمېر ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره مرستې شوي

په ۶ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې د زمري د ۲۹ څخه د وږي تر ۲ ۹۳۴ کورنيو سره مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په قندهار، ننګرهار، سرپل، خوست، هرات او بادغيس ولايتونوکې زيانمنې شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې هرې کورنۍ سره د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرستې شوي.