د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه دوه زره او ۴۸۲ تنه افغان مهاجر د زمري په ۲۹مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۸۷۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.