قندهار کې د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر بيا ځلې فعاليت پيل کړ

anwari_morr

 

د قندهار ولايت د مهاجرينوچارو رياست د راپور له مخې د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر د زمري په ۲۹مه په سپين بولدک کې  بيا ځلې خپل فعاليت پيل کړ.

د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر په خبره  د مهاجرت نړيوال سازمان د تېرو دوه مياشتو راهيسې په سپين بولدک کې خپل فعاليتونه بند کړي و، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مسؤلينو سره د ناستو وروسته يې په سپين بولدک کې بيا ځلې خپل فعاليت پيل کړ.

د ياد دفتر استازي د فعاليتونو له ځنډولو وروسته راستنو شوو کورنيو سره  د مرستو ژمنه وکړه او دواړو لوريو د ستونزو پرحل، د خدماتو په وړاندې کولو او د يوبل سره په همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ.