د ايران څخه له دڅلور زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

     د ايران څخه څلور زره او ۸۲۰  تنه افغان مهاجر د زمري د  ۲۳مې څخه تر ۲۴ مې نټې پورې هېواد ته راستانه شول.
د هرات  ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۸۹۶  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.