بادغيس کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۴۴ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
په يادو کورنيو کې بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې ددغه ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې چې وروسته له پېژندنې هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدې ووېشل شوې.