د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دفتر په ننګرهار کې د بېځايه شوو د سروې او په انتقال کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست سره همکاري کوي

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په هغه ناسته کې چې د دې ریاست او په یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مسؤلينو ترمنځ د زمري په ٩مه تر سره شوه، د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رييس باز محمد عبدالرحمن د یاد دفتر څخه په تګاب ، فارم هډې،غازي آباد، کوز شیخ مصري، کابل کمپ او ثمرخېلو غیررسمي کمپونو د بېځایه شویو د سروې یادو کورنیو بیرته خپلو اصلي سیمو ته د انتقال په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دفترد یادو بېځايه شوو په سروې او انتقال کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست سره د همکاریو ژمنه وکړه.