خوست کې له ٥٠ زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې په خوست ولایت کې ٥١ کورنیو سره د زمري په ٥ مه نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ،څه موده وړاندې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډې همغږۍ او همکارۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې چې له پېژندنې وروسته هرې کورنۍ ته د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ٦١زره او ٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.