د پاکستان څخه ١٩ تنه رد مرز شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
![-](/sites/default/files/2023-07/%D9%86%D9%86%DA%AF%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1_0.jpg)
د پاکستان څخه ١٩ تنه له بند څخه خوشي شوي او رد مرز شوي افغان مهاجر د د زمري په ٢ مه د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د سرحدی آمر په خبره ياد خلک له يوې مياشتې څخه تر ٩ مياشتو پورې د دغه هېواد په زندانونو کې بنديان وو، چې وروسته له خوشې کېدو د تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.