ميدان وردګو ولايت کې سېلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي

sadam_morr
_

په ميدان وردګو ولايت کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ۲۵ تنه شهيدان شوي، ۴۰ تنه لادرکه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو چارو د آمر مولوي حسين الله حقاني په خبره  دغه سېلاب تېره شپه په ۲ بجو په نرخ، سيد آباد، چک، جلريز او چغتو ولسواليو کې راغلی.
هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه شهيدان شوي، ۴۰ تنه لادرکه شوي، لسګونو نور ټپيان شوي او کرنيزې ځمکې، ترانسپورتي لارې او لسګونه نقليه  وسايط ويجاړ شوي دي.
حقاني زياته کړه، چې د ميدان وردګو ولايت والي او ددغه ولايت د نور  ملکي او نظامي ادارو مسؤلين د موټرو او ماشنريو سره  زيانمو شوو سيمو ته تللي، څو تر خاورو او خټو لاندې بند پاتې کسان وژغوري. 
د ويلوده، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د جلريز ولسوالۍ په ټکانه سيمه کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سيمې  کې د سېلاب له ا مله څلور تنه د درې ښځو او يو نارينه په ګډون مړه شوي دي.
د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست خبريال ته په مرکه کې ويلي، چې د لازمو مرستو د لېږد او وېش په اړه يې د اوچا له دفتر او يوشمېر نورو همکارو بنسټونو سره هوکړه کړې.
هغه زياته کړه، د دغه وزارت د پلاوي په مشرۍ به له زيانمو شوو سيمو څخه د ليدنې او د مرستندويه ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه له شته امکاناتو سره دغه ولايت ته ولاړ شي.