د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له ۱۴ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

sadam_morr
_

په تېرې يوې (چنګاښ) مياشت کې ۱۴ زره او ۵۵۶ کورنيو سره په ۱۷ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې مرستې شوي.
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو د معلوماتو له مخې په هرات، فارياب، غزني، کاپيسا، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، ننګرهار،پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګ، جوزجان، باميان، قندهار، بغلان او بادغيس د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شوو کورنيو سره د يوشمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو چارو ادارو د استازو په شتون کې د نغدي پيسو، خوراکي توکو، د لمريزې برېښنا د تختو او د خياطۍ د وسايلو مرستې شوي.