سمنګان کې لسګونو کورنيو ته د لمريزې برېښنا وسايل ورکړل شول

د اغا خان دفتر لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۸) کورنيو سره د چنګاښ په (۱۹) مه د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه دوه (۲۰۰) واټه د لمريزې برېښنا تختې، دوه (۲۰۰) امپيره بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ووېشل شول.