باميانو کې له زرو زياتو کورنيو ته د نغدي مرستې دوېش لړۍ پيليږي

sadam_morr
-

د قريه صلح افغان ها موسسې له لورې په باميانو کې ( ۱۰۹۳) اړمنو او معلولو کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيليږي.
يادې کورنۍ، چې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې د دغه ولايت په  ورس او يکه ولنګ ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته د مهاجرينو چارو آمريت په همغږۍ (۱۴۴) امريکايي ډالره نغد ووېشل شي.
يادې مرستې د ژوند د شرايطو د ښه والي او لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه د مهاجرينو چارو آمريت په همغږۍ او همکارۍ  ترسره کېږي.