په يو شمېر ولايتونو کې له (۶) زرو زياتو کو رنيو سره مرستې وشوې
تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولايتونو کې د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې د چنګاښ له (۵) مې تر ( ۱۱) نېټې پورې ( ۶۵۰۰) کورنيو سره مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې په ميدان وردګو، جوزجان، سمنګان، ننګرهار، باميان او پکتيا ولايت کې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمې شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتياوو په نظر کې نيولو سره نغدي پيسې، روغتيايي کڅوړې او د قربانۍ غوښه وېشل شوې ده.