د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د چنګاښ له (۱۳) څخه تر (۱۵) مې (۵۵۶) کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې (۸۳) کورنۍ، چې (۵۳۷) تنه کېږي (۱۹) تنه نورو مجردين ول چې د پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي و، چې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
سرچنې زياتوي، يوشمېر افغان مهاجرچې په بېلابېلو ناروغتيو اخته و د سلامت شبکې له لورې يې وړيا درملنه شوې.
همدارنګه د ناروې د مهاجرينو شورا له لورې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه وېشل شوې ده.