کاپيسا کې له (۳۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د (PIN) موسسې له لورې د کاپيسا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۴۲) کورنيو سره د غبرګولي په (۳۱) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله يې کورونه ويجاړ شوي و او څه موده وړاندې د کاپيسا ولايت د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سرې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په دوم قسط کې (۵۲) زره او (۸۸۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.