بلخ او خوست کې له (۵۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

(۴۰) کورنيو سره بلخ او (۱۱) کورنيو سره په خوست ولايت د (UNHCR) دفتر له لورې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د غبرګولي په (۲۵) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مزارشريف ښار په (۱۲) ناحيې کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ( ۴۷) زره او (۷۰۰) او خوست کې هرې سروې شوې کورنۍ ته ۲۲) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.