جوزجان کې بېځايه شوو ته يو روغتيايي ټيم په کار پيل وکړ
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې د جوزجان و لايت په اقچې ولسوالۍ کې يو روغتيايي ټيم د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په همکارۍ د غبرګولي په (۲۴) مه په کار پيل وکړ.
د دغه ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره په ياد روغتيايي ټيم کې يو ډاکټر، دوه نرسان، يو قابله او د رواني برخې يوه ښځينه ډاکټره ده، چې د يوې مياشتې لپاره د مهاجرينو چارو او روغتيا رياست په همغږۍ بېځايه شوو کورنيو ته وړيا خدمات وړاندې کوي.