سرپل کې له سلو زياتو کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۵۶) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۳) مه د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د دغه ولايت په سانچارک، کوهستانات، ګوسفندي، بلخاب ولسواليو او مرکز کې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې چې هرې کورنۍ ته دوه (۳۰۰) واټه تختې، دوه (۲۰۰) امپيره بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ووېشل شول.