په يوشمېر ولايتونو کې له لسو زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
![-](/sites/default/files/2023-06/%D9%84%D9%88%DA%AF%D8%B11_0.jpg)
په (۹) ولايتونو کې د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو له لارې د غبرګولي د (۱۳) مې څخه تر (۱۸) مې لس زره او (۶۱۳) کورنيو سره مرستې شوي دي.
يادې کورنۍ،چې د تېرو جګړو او طبېعي پېښو له امله په خوست، جوزجان، سمنګان، هرات، بلخ، لوګر، باميان، قندهار او ننګرهار بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو اوآمريتونو په همکارۍ او همغږۍ د نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې هرې کورنۍ ته نغدې پېسې، خوراکي توکي او روغتيايي کڅوړې وېشل شوي دي.