خبرتیا

sadam_morr

د ټولو هغو مهاجرو حاجي صاحبانو د پام وړ، چې د مهاجرينو چارو وزارت له لارې يې د حج د فريضې د اداء کولو لپاره نومليکنه کړې، په پچه اچونې کې يې نوم  وتلی او تر اوسه یې خپل پاسپورتونه د مسار کمېټې ته نه دي سپارلي، دا چې د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزارت لخوا د حج د ویزو د صادریدلو لپاره (۲۵)تم د ذوالقعدې وروستۍ نېټه ټاکل شوې؛ نو یاد کسان دې د حج د ويزو د صادرېدلو لپاره خپل پاسپورتونه د ارشاد، حج اوقافو وزارت د مسار کمېټې ته ژر تر ژره وسپاري، ترڅو د مهاجرينو چارو وزارت لپاره د ځانګړې شوې سهميې مطابق، چې (۱۰۰۰) تنه کېږي د حج د فريضې د اداء کولو لپاره حرمينو شريفينو ته ولېږل شي او د ټاکل شوې نېټې په رارسېدو او د ويزې د سيستم په بنديدو سره حجاج د سږکال د حج د فريضې له اداء کولو څخه محروم نشي.