بلخ کې (۱۷) کورنيو سره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (NRC) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۷) کورنيو سره د غبرګولي په (۱۵) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په ابو دوجانه کمپ او بلخ او چمتال ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په دوو کټګوريو کې ( ۳۵) زره او (۳۹) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.