د مهاجرينو چارو وزير  بيت الله شريف ته د تلوونکو افغان مهاجرينو سره  خبرې وکړې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۱:۵۱
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د هغو افغان مهاجرينو سره د وزارت د ناستو په تالار کې خبرې وکړې، چې د مهاجرينو چارو وزارت له لارې بېت الله شريف ته  تلوونکي دي.
د مهاجرينو چارو وزارت له لارې په روان کال کې زر ته افغان مهاجرينو، چې  په پاکستان، ايران او يوشمېر نورو هېوادونو کې مېشت دي سعودي عربستان ته د حج د فرضې د ادا کولو لپاره لېږل کېږي.
د دوی پچه اچونه په دغه وزارت کې تر سره شوې وه، چې د (۴) زره او (۵۰۵) تنو غوښتونکو له ډلې  يې زرو تنو سعودي عربستان ته د تلو چانس تر لاسه کړی.
د مهاجرينو چارو وزير له دوی سره په ليدنه کې په دغه وزارت کې د اسنادو د طی مراحلو، د حج او اوقافو او سعودي عربستان ته د سفر په اړه معلومات ورکړل.
هغه له حاجيانو څخه غوښتنه وکړه، چې له کابل څخه سعودي عربستان ته د تګ او هېواد ته د راستنېدو پرمهال له نورو حاجيانو په  شان له صبر څخه کار واخلي او څنګه چې ورته استادان لار ښوونه کوي د حج مراسم په ښو اخلاقو او حوصلې سره ترسره کړي.
حقاني دوی ته ډاډ ورکړ، چې ددې وزارت چارواکي او کار کوونکي  د خدمتګارانو په توګه  د دوی په خدمت کې دي  او د دوی  د اسنادو اداري طی مراحل ترسره کوي.
وروسته د حقوقي ملاتړ رئيس  او د حاجيانو د کمېټې مسؤل مولوي غلام نبي داد خېل  په مهاجرينو چارو وزارت او يوشمېر نورو ادارو کې د دوی د اسنادو د طی مراحلو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ، چې د وزارت په بېلابېلو برخه کې موظف شوي کار کوونکي د دوی په خدمت کې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د لسګونو میلیونو افغانیو او ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

له اکټیډ، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو او د پېاوړتیا او عدالت غوښتنې موسسو سره د ۸۸ میلیون ۲ سوه ۲ زره او ۷۹ افغانۍ او ۸ سوه ۱۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۸:۴۷
Background image

د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیال د مهاجرینو چارو وزارت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي توماسو دیکاتیلدو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد سره د شهید الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو وزارت چارسمبالی او مسلکي معین: اسلامي امارت کې دنده یو مسوولیت دی

د مهاجرینو وزارت چارسمبالي او مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت کنفرانس خونه کې د دې وزارت رییسانو او امرینو تر منځ د همغږۍ په پار جوړې شوې ناستې ته وینا وکړه.
ښاغلي راشد د. . .

بېرته خبرونه ته