بدخشان کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د مهاجرت نړيوال سازمان (iom ) له لورې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۲) کورنيو سره،چې د غره خويدو له امله زيانمې شوې وې د غبرګولي په (۶) مه مرستې وشوې.
د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې يادې کورنۍ چې د دغه ولايت په يمګان ولسوالۍ کې د غره خويدو له امله زيانمې شوې وې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه، يو ترپال، دوه د لمريزې برېښنا تختې او درې درې کمپلې ووېشل شوې.