پکتيکا کې له (۳۰۰) زياتو کورنيوسره مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر له لورې د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۵۲) کورنيو سره د غبرګولي په ( ۳) مه مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په مرکز او برمل او ګيان ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۴۷) زره او (۷۰۰) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.