د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غبرګولي د لومړۍ نېټې څخه تر (۳) مې( ۸۵۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۳۱۳) کورنۍ، چې ( ۸۵۰) تنه کېږي په خپله خوښه ، هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او (UNHCR) دفتر ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، هغه کسان، چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د هلت نت موسسې له لورې د وړيا درملنې لاندې نيول شوي دي.
همدارنګه د (NRC) او (DRC) موسسې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه وېشل شوې ده.