(۵۹) کورنۍ (۱۵) کاله وروسته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې

sadam_morr
-

د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمر وايې په دغه ولايت کې (۵۹) کورنۍ د (۱۵) کالو څخه وروسته  د غوايي په (۳۱) مه بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې.
سرچينې زياتوي يادې کورنۍ د دغه ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ څخه وې، چې د تېرو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله (۱۵) کاله مخکې د بلخ ولايت مزار شريف ښار ته کډه شوې وې، چې د وضعيت په ښه والي سره بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې.
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمر نن ورځ د يو پلاوي په مشرۍ د سوزمه قلعه ولسوالۍ ته تللی او د دوی د سرپناه، خوراکي توکو،د څښاک د پاکو اوبو او روغتيايي ستونزې يې له نږدې برسي کړې، د دوی ستونزې او ننګونې يې له نږدې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.