ننګرهار کې (۲۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې
د (OCHR) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۰۰) کورنيو سره د غوايي په (۲) مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته پېنځه قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.