له دوه  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه (۲۳۸۵) تنه افغان مهاجر د غبرګولي په (۳) مه  هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۸۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.