ننګرهار کې (۲۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې

د (OCHR) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۰۰) کورنيو سره د غوايي په (۳۱) مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي، چې پکې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامله وه ووېشل شول.