تخار کې له سلو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۴۶) کورنيو سره د غوايي په (۲۷) مه د لمريزې برېښنا د تختو مرستې وشوې.

دغه کورنۍ، چې د مخکې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په مرکز او خواجه بهاوالدين ولسولۍ کې سروې او د مرستو لپاره متسحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه د لمريزې برښنا (۳۰۰) واټه تختې، دوه (۲۰۰) امپيره بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ووېشل شول.