بلخ کې له زرو زياتې کورنۍ د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې

د رفاه اجمتاعي موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۱۴۱) کورنيو سره د وري په ( ۲۸) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخکې د دغه ولايت په بېلابېلو ناحيو کې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره متسحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ( ۱۲۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.