نيمروز کې (۲۰۰) کورنيو سره د لمريزې برېښنا د تختو مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۰۰) کورنيو ته د لمريزې برېښنا تختې ورکړل شوې.
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په خاشرود او دلارام ولسواليو کې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه دوه (۲۰۰) امپيره بطرۍ، دوه د لمريزې برېښنا تختې سره د وسايلو او د کرايه لپاره (۸۰۰) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.