هرات کې سلګونو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
-

 

د (CORDAID) موسسې له لورې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۴۱۶) کورنيو سره د وري په (۱۰) مه نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې په دوو کټګوريو کې هرې کورنۍ ته د اړتياوو په نظر کې نيولو سره ( ۱۶۵۹۶) او ( ۳۲۰۸۵) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.