له دوه زرو زيات افغان مهاجر هيواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران هيواد څخه د وري  په ( ۸) مه (۲۰۸۲) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۳۵۳)  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژندل شول، چې هر يو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.