خوست کې شاخوا (۲۰۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۹۷) کورنيو سره د وري په ( ۶) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې په بېلابېلو سيموکې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې خپلو اصلي سيمو ته د لېږد او بيا يوځای کېدو په موخه هرې کورنۍ ته (۶۱۸۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.