له زرو زيات افغان مهاجر هيواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران هيواد څخه د کب په ( ۲۶) مه (۱۹۱۳) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۴۰۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژندل شوو، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.