جوزجان کې د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
-

 

د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د کب په (۲۴) مه په شبرغان ښارکې د مېشتو خېمو لرونکو کورنيو وضعيت ته د رسېدو او د ستونزو د حل په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

ناسته د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په مشرۍ د (UNHCR) دفتر د شمال زون د استازو او همکارو بنسټونو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه يې په شبرغان ښارکې د مېشتو خېمو لرونکو کورنيو وضعيت ته لاسرسی او په دايمي توګه د ستونزو حل و.

د ناستې غړو غوښتنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو رياست په ګډون دې د سروې لپاره تخينکي ټيم جوړ شي، چې د سروې معيار درې ګټګوريانې لري چې پکې په خپله خوښه راستنېدل، اوسني ځايونو ته لېږل او د کمپ بدلول د يوځای څخه بل ځای ته شامل دي.

د سروې ټيم به د څېړنې وروسته خپل ليکلی راپور راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي، ترڅو کارونه د وظيفې مطابق ترسره شي.