غزني کې د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

anwari_morr
-

د (WESTA) موسسې له لورې د غزني ولايت دمهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو او د هغې د ګټو په اړه د کب په ( ۲۳) مه د عامه پوهايي پروګرام ترسره شو.

ياده برنامه د غزني ولايت د مرکز تحويلدار قلعه  سيمه کې ترسره شوه،چې پکې بېځايه شوو او د سيمې خلکو شتون درلود.

په يادې برنامه کې د مهاجرينو چارو رياست استازي د برېښنايي پېژند پاڼې د ترلاسه کولو، د هغې د ګټو، نکاح خط او يو شمېر مدني اسنادو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړکړل.

د يادې برنامې د ترسره کولو موخه  د سيمې خلکو، بېځايه شوو او راستنېدونکو هڅول ول، چې خپلې پېژند پاڼې، نکاح خط او نور مدني اسناد د دولتي ادارو څخه تر لاسه کړي.