د غزني د مهاجرينو ښارګوټي د جادې د سرک د هوارولو او جغل اچولو کار پيل شو

anwari_morr
-

 

د (DRC) دفتر په مالي لګښت د غزني ولايت د ابو ريحان د مهاجرينو ښارګوټي د جادې د هوارولو او جغل اچولو کار د کب په (۲۲) مه پيل شو.

دغه جاده (۱۴۰۰) متره اوږد والي لري، چې د جوړېدو چارې يې  د يادې ادارې له لورې د يو ميليون او سل زره افغانيو په لګښت سرته رسيږي، چې د جوړيدو چارې يې د مهاجرينو چارو رئيس او د ښارګوټي د اوسېدونکو د استازو په شتون کې په رسمي ډول پرانيستل شوې.

د ويلو ده، چې د يادې جادې په جوړېدو سره به د ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې حل شي.