د پاکستان څخه له څلور سو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک بندر له لارې د پاکستان هيواد څخه د کب په ( ۲۰) مه (۴۲۰) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې (۳۵۲) کورنۍ د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.