د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان هېواد څخه د کب په ( ۱۹) مه (۳۷۸) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د سرحدي آمريت د معلوماتو له مخې (۵۵) کورنۍ چې پکې (۳۷۸) تنه شامل دي هېواد ته راستانه شول، چې د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته وروپېژندل شول،چې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي او درې درې زره افغانۍ نغدې ورکول شوې.