لغمان کې ( ۱۲۷) کورنيو سره د کور جوړولو په موخه نغدې مرستې وشوې

د (UNHCR) دفتر له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارورياست په همکارۍ ( ۱۲۷) کورنيو سره د کور جوړولو په موخه د کب په (۱۷) مه نغدې مرستې وشوې.
په يادو کورنيو کې راستنېدونکي او داخلي بېځايه شوي شامل وه، چې د دغه ولايت په علينګار ولسوالۍ کې سروې شوي وه، چې وروسته له سروې هرې کورنۍ ته په درېيم قسط کې (۶۶۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شول.
د ويلو ده، چې د ياد دفتر له لورې هرې کورنۍ ته د اوسېدو لپاره د دوو خونو، يو پخلنځي او تشناب د جوړولو په موخه ټوله مرسته (۳۳۰۰) امريکايي ډالره ده، چې دوه قسطونه ورته مخکې وېشل شوي دي.