جوزجان کې له درې زرو زياتو بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د (PRB) موسسې له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۷۰۰) کورنيو سره د کب د (۱۵) څخه تر ( ۱۸) مې نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې يادې کورنۍ چې مخکې په مرديان، خواجه دو کوه او منګجيک کې سروې شوې وې د يادې موسسې له لورې (۲۷۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۳۵۰۰) افغانۍ او (۱۰۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۱۹۷۱۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.