له دوه زرو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د سلواغې په (٢٩) مه او (٣٠) مه (٢٤٩٧) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د معلوماتو له مخې (١٦٤٧) تنه داسلام قلعه او (٨٥٠) تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې (٢٦٠) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ) ته ور وپېژند شول.