له شپږو زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-

 

د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل   له لارې د ايران څخه  د سلواغې  د( ۲۷) مې څخه تر ( ۲۸) مې  ( ۶۷۰۳) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د هرات ولايت او نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو ادارو د معلوماتو له مخې  د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۳۱۳۴) تنه د اسلام قلعه او (  ۳۵۶۹) تنه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې  ( ۷۶۱)  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.