جوزجان کې (۱۳۹) کورنيو سره مرستې وشوې

د اسلان او چراغ سبز خيريه بنسټونو له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو په همکارۍ د سلواغې په (۱۶) مه ( ۱۳۹) کورنيو سره مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته غوښه، وچه ډوډۍ، دڅښاک اوبه، د ماشومانو بستره، کمپلې او (۴۰) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.