په تېرو دوه   وروځوکې له درې زره  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

په تېرو دوه ورځوکې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  او هرات ولايت د اسلام قلعه   له لارې د ايران څخه  ( ۳۱۲۳) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د معلوماتو له مخې د سلواغې په پېنځمه  د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې (۱۶۳۸) تنه او د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د سلواغلې په (۴) مه  (۱۴۸۵) تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شوي.

په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ( ۶۱) کورنۍ دي چې شمېر يې ( ۱۹۰) تنو ته رسي.

د يادو راستنېدونکو له ډلې (۳۷) کورنۍ او (۷۱) راستنېدونکو د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول