غزني کې (۳۰) تنه ميرمنې د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغې شوې

sadam_morr
-

په غزني ولايت کې (۳۰) تنه مرمنې د خياطۍ له کورس څخه چې د (ACHRO) ادارې له لورې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ په لاره اچول شوی و د مرغومي په (۲۸) مه فارغې شوې.

يادو ميرمنو ته د شپږو مياشتو له لپاره د ابو ريحان البيروني په ښارګوټي کې د حرفوي زده کړو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې وې، چې له فراغت وروسته ورته قيچي، ميز، د ګنډلو ماشين، چوکۍ او د خياطۍ رخت ووېشل شو.